انصار: (د سلواغی ۲۹مه) د طالبانو رژیم د روسیې د ملي امنیت شورا د منشي هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی، چې وایي تر ۲۰ پورې ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعاله دي او ۲۳ زره جنګیالي لري.
نیکلای پاتروشیف، د قرغېزستان په پلازمېنه بشکیک کې د سیمې د یو شمېر هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو شپږمه کلنۍ غونډه کې دا خبرداری هم ورکړی چې په افغانستان کې تولید شوي مخدره مواد به په لنډه موده کې له زړو زېرمو د منځنۍ اسیا هېوادونو ته قاچاق شي.
د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد بیا دغه څرګندونې رد کړې دي.
نوموړي ویلي:«په څرګنده وایم چې افغانستان امنیت لري، افغانستان یو مسوول حکومت لري چې هېڅ بهرنۍ ډلې ته اجازه نشته چې له افغانستانه فعالیت ولري او یا په افغانستان کې حضور ولري.»
د سیمې او نړۍ یو شمېر هېوادونه او سازمانونه بیا- بیا په افغانستان کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو د موجودیت او فعالیتونو د پراختیا ادعاوې کوي، خو طالب چارواکي یې په پرله پسې ډول ادعاوې ردوي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30182