زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-03-15  |  2024-09-19  |  تازه شوی په: 2024/09/19 - 04:49:4 FA | AR | PS | EN
پاکستان کې پر واکسیناتورې د ډله ییزتېري یو کس ونیول شو             عمان کې د افغانستان په سفارت د طالبانو دیپلوماتان ځای پرځای شول             مغروري مه کوئ، پر خلکو مهربانه اوسئ او د بیت المال ساتنه کوئ             افغان کډوال به په عزت خپل هیواد ته ستانه کړو             د افغانستان او سویلي افریقا ترمنځ لوبلړۍ سباپيلېږي             یو شمېر طالب مشران خپلې کورنۍ له افغانستانه باسي             ډونالډ ټرمپ د ترور له یوې بلې هڅې روغ وتلی دی             د اوکراين له لوري پر روسيه د ليرې واټن وسلو کارولو غوښتنه             لغمان کې د شاهي کانال پروژې چارې نن پيلېږي             د جنوبي افريقا د کرکټ لوبډلمشر افغانستان کې د توپيري چلند د پای ته رسېدو غوښتنه کړې             په سرپل کې د خرافاتو د مخنيوي په موخه د چنار يوه ونه له بيخه ايستل            د غور- دایکنډي د پېښې عاملان به د عدالت منګولو ته وسپارو             داعش دایکندي‌ کې ۱۴ کسان وژلي             پاکستان ته له افغانستان څخه د صادراتو ۱۰ فیصده کموالی             د کوکنارو د بدیل کښت او کاري فرصتونو برابرولو لپاره غوښتنه            

تاريخ النشر: 2024/02/15 - 05:24:2
زيارة: 194
مشاركة مع الـأصدقاء

د دوحې په غونډه کې د طالبانو پلاوي د ګډون شرایط
 د دوحې په غونډه کې د طالبانو پلاوي د ګډون شرایط

انصار: (د سلواغی ۲۶مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي او په کابل کې د روسیې سفیر پرون د افغانستان په اړه د دوحې د راتلونکې اوونۍ د غونډې په اړه سره لیدلي.

د طالبانو وزیر په دې لیدنه کې ویلي، چې په دغه غونډه کې د خپل پلاوي د ګډون شرایط یې د غونډې له کوربه( ملګرو ملتونو) سره شریک کړي.

هغه هیله ښودلې، چې په دې غونډه کې په لوړه کچه د مانا داره خبرو زمینه برابره شي.

د طالبانو په اعلامیه کې د متقي د دغو څرګندونو مفصل جزییات نه دي خپاره شوي.

نورې خبري سرچینې خبر ورکوي، چې طالبان په دوحې غونډه کې د افغانستان د قضیې د یوه لوري پرځای د افغانستان د واحد استازو په توګه پر خپل ګډون او دغه راز د دوی د په رسمیت پېژندلو په اړه پر خبرو ټینګار لري.

سربېره پر دې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د څانګړي استازي نه ټاکل هم د دوی له شرایطو ګڼل شوي.

د ملا متقي یوه سلاکار ذاکر جلالي بیا ویلي، چې ملګرو ملتونو سره په دوحې غونډه کې د دوی د ګډون په تړاو خبرې روانې دي.

معلومه نه ده، چې روسي سفیر په دې ناسته کې طالب وزیر ته څه ویلي او په دې اړه د دوی غوښتنې له یو بله څه وې؟

مخکې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي وو، چې په دغه غونډه کې به د خپل هېواد له اړخه دی ګډون کوي او هڅه به کوي چې د غونډې مسیر د افغانستان په ګټه سوق شي.

له دې سره، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې په دوحې غونډه کې د افغانستان لپاره د دوی دوه ځانګړي استازي ګډون کوي او دوی د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو پلوي دي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30137






*
*

*



قرأ

عمان کې د افغانستان په سفارت د طالبانو دیپلوماتان ځای پرځای شول


مغروري مه کوئ، پر خلکو مهربانه اوسئ او د بیت المال ساتنه کوئ


یو شمېر طالب مشران خپلې کورنۍ له افغانستانه باسي


ډونالډ ټرمپ د ترور له یوې بلې هڅې روغ وتلی دی


د اوکراين له لوري پر روسيه د ليرې واټن وسلو کارولو غوښتنه


د غور- دایکنډي د پېښې عاملان به د عدالت منګولو ته وسپارو


د اسټرالیا په افغانستان کې د یو شمېر افسرانو رتبې او مډالونه لغوه کړي


د کاملاهریس او ټرمپ ترمنځ مناظره پای ته ورسېده


په اوسلو کې هم د افغانستان سفارت بندیږي


نظری د بامیان محصلان ته په وینا کې پر ملي یووالي ټینګار وکړ


د دوحې موافقې د افغانستان د حکومت روحیه خرابه کړه


د بریتانیا د باندنیو چارو وزارت د افغانستان د سفارت د بندېدو امر کړی


له جرمني څخه ایستل شوي افغانان له بنده خوشی شول


د غزه شهیدانو شمیر ۴۰ زره او ۸۶۱ تنو ته رسیدلی دی


یوناما د کوکنارو د بدیل کښت په اړه د غونډې جوړولو اعلان وکړ


چین په نړیوالو فورمونو کې د طالبانو حکومت ملاتړ کوي


د طالبانو مشر په دشت لیلي کې د زرګونو بې نومو طالبانو ډله قبر ته ولاړ


پخواني لوی څارنوال د څارنوالانو پر وژل کېدو غمرازي وښوده


ځان له نړیوالې ټولنې سره تعامل ته ژمن بولو


په جرمني کی د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ ته یوه اوونۍ وخت


د طالبانو نوی قانون د بشري حقونو دشاتګ ښکارندويي کوي


د بلوچستان د ازادۍ پوځ پاکستاني پوځیانو ته د اوښتو مرګ ژوبلو جزییات خپاره کړل


د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسي مشر د طالبانو نوی قانون د ښځو پر حقونو تېری وباله


د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات څوک ګټي، د چا پله په درنېدو ده؟


يو بريتانوي خبريال په دونتیسک کې وژل شوی





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان