انصار: (د سلواغی ۲۵مه)، د پاکستان له پارلماني ټاکنو وروسته چې هېڅ یو ګوند اکثریت رایې ترلاسه نه کړې، یو شمېر سیاسي ګوندونو د ایتلافي حکومت جوړولو اعلان کړی دی.
د پاکستان د جیو تلویزیون د خبر له مخې، د مسلم لیګ ن شهباز شریف، د پیپلز ګوند مشر اصف علي زرداري، د مهاجر غورځنګ مشر خالد مقبول صدیقي او د یو شمېر نورو وړو ګوندونو مشرانو د ایتلافي حکومت جوړولو پرېکړه کړې ده.
بلخوا، د مسلم لیګ ګوند ویاندې مریم اورنګزېب پر اېکس پاڼه لیکلي چې د دغه ګوند مشر نواز شریف خپل ورور شهباز شریف د پاکستان د لومړي وزیر په توګه نوماند کړی او خپله لور مریم نواز یې د پنجاب د وزیر اعلی لپاره هم نومانده کړې ده.
په پاکستان کې تېره اونۍ پارلماني ټاکنې ترسره شوې چې په کې د عمران خان د ګوند تحریک انصاف ملاتړو کاندیدانو ۱۰۱ څوکۍ، مسلم لیګ ن ۷۹ او د پیپلز ګوند ۵۲ څوکۍ ګټلې دي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30129