انصار: (د سلواغی ۲۴مه)، د قطر پلازمېنې دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه توب د کېدونکې ناستې له را نیږدې کېدو سره- سره لا هم د دغې ناستې په اړه ډېر مسایل ګونګ دي.
د افغانستان لپاره د برېتانیا د سفارت سرپرست رابرټ ډیکسون، چې د ډېرو نورو لویدیزو دیپلوماتانو په شان خپلې چارې د قطر له پلازمېنې دوحې څخه سمبالوي، پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي چې د قطر ناستې په اړه یې په دغه هېواد کې د افغانستان د سفارت لپاره د طالبانو د رژیم له سرپرست نعیم وردګ ورسره لیدلي او خبرې اترې یې کړي.
د هغه په وینا، طالب استازي ته یې ویلي چې یاده ناسته له افغانستان سره د نړۍ د پراخو اړیکو پر بېرته پيل او د نجونو د زده کړو د حیاتي ارزښت پر لرلو متمرکز وو.
برېتانیايي استازي نه دي ویلي، چې په دغه ناسته کې د دوی مشخصې خبرې او پرمختګونه څه وو.
په ورته وخت کې د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې تر اوسه دوی په دوحې ناسته کې د خپل پلاوي د ګډون په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.
د دوحې غونډه چې د روانې فبروري میاشتې په اتلسمه او نولسمه پلان شوې، د افغانستان لپاره د سیمې د بېلابېلو هېوادونو ځانګړي استازي پکې برخه اخلي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې دوی هم په دې غونډه کې برخه اخلي او هم هڅه کوي چې غونډه ښه مسیر ته سوق کړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو او د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي په دغه غونډه کې د طالبانو د رژیم د پلاوي د ګډون هڅولو لپاره کابل ته سفرونه کړي او طالب چارواکو سره یې لیدلي.
طالب چارواکي ظاهراً د هغه څه له امله، چې د غونډې په اړه د لازمو توضیحاتو ترلاسه کول او خپل « مانا دار » ګډون بولي، تر اوسه هلته د پلاوي استولو په اړه وروستۍ خبره نه ده کړې.
د طالب چارواکو له څرګندونو ښکاري، چې په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکل کېدو د پلان مخالف دي او دغه راز غواړي چې ملګري ملتونه د غونډې د کوربه په توګه له خپلو تورو لېستونو د طالب چارواکو د نومونو لیرې کولو لپاره اقدام وکړي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30108