انصار: (د سلواغی ۲۳مه)، د افغانستان د ملي امنیت پخواني لوی رییس رحمت الله نبیل په یوه تازه مرکه کې د ملي مقاومت جبهې په نوم د طالبانو خلاف د یوې وسله والې ډلې له مشر احمد مسعود او د هغه د متحد امرالله صالح سره د خپلو وروستیو لیدنو په اړه یو شمېر ادعاوې کړي.
نبیل ویلي، چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته یې دوی دواړو سره لیدلي او د طالبانو خلاف د یوه نوي ګډ روایت جوړولو غوښتنه ورڅخه کړې وه.
د ده په وینا، له لیدنو وروسته ورته معلومات رسیدلي چې دوی دواړو یوې مشخصې سیمې( اشاره یې پنجشېر ته ده) پورې د طالب ضد مقاومت د محدود ساتلو خبره کړې او ده ته یې مثبت ځواب نه دی ورکړی.
احمد مسعود او امرالله صالح د نبیل څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.
ورته ادعا څه موده مخکې د جمهوري نظام پر مهال هزاره توکمه لوی درستیز جنرال مراد علي مراد او یو شمېر نورو څېرو هم کړې وه.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30091