انصار: (د سلواغی ۲۲مه) په قطر کې د طالبانو د رژیم د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د خبرو له لارې د اوکراین جګړې د حل غوښتنه وکړه.
نوموړي له یوه امریکایي خبریال سره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین مرکې ته په غبرګون کې ویلي، چې له لومړي سره که د اوکراین ستونزه په خبرو حل شوې وای، غوره به وه.
د هغه په وینا، اوس هم که دا ستونزه په خبرو حل شي، غوره به وي.
سهیل شاهین دا هم ویلي، چې روسیې ته د امریکایي خبریال د ورتلو او پوتین سره د مرکې په شان که روسي خبریالانو ته د امریکا د سفر او هلته چارواکو سره د خبرو زمینه هم برابره شي، ښه به وي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالب چارواکي خپله په افغانستان کې د بین الافغاني خبرو له غوښتنې په سرغړاوي تورنیږي.
د طالبانو د رژیم چارواکو د دغو خبرو په اړه تر اوسه د پخواني ولسمشر حامد کرزي او ګڼو نورو لوریو غوښتنې رد کړي او ویلي، چې دوی خپل مخالفان بښلي او ټول کولای شي د دوی تر واک لاندې افغانستان کې له کومې ستونزې پرته ژوند وکړي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30080