انصار: ( د سلواغی ۱۸ مه)، د نیشه یي توکیو پر وړاندې د تاجکستان د مبارزې د ادارې مشر د روسیې ټاس خبري اژانس ته ادعا کړې، چې له افغانستانه دغه هېواد ته د نیشه یي توکیو قاچاق نه دی کم شوی.
د یادې ادارې مشر له زیاتو جزییاتو پرته ادعا کړې، چې لا هم د هیرویینو، تریاکو او متامفتامینونو په ګډون ګڼ نشهيي توکي له افغانستانه تاجکستان ته لېږدول کېږي.
په افغانستان کې د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په دې اړه داسې غبرګون ښودلی::«دا وخت او امکاناتو ته اړتیا لري او هغه څه چې موږ یې په واک کې لرو، استفاده کړي مو دي او ښه مخته تللي دي. مخکې هم په افغانستان کې بېوسۍ موجودې وې او اوس هم د قاچاق شاهد دی او په ټولیزه توګه دا ستونزه حل شوې نهده. دا وخت او امکاناتو ته اړتیا لري چې اوس موږ دغه هر څه نهلرو. همکارۍ ته اړتیا ده او تراوسه یوه هېواد هم د کره مسوولیت احساس نهدی کړی.»
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو له جرمونو او نشهيي توکو سره د مبارزې څانګې په یوه راپور کې ویلي و، چې په افغانستان کې د نشهيي توکو د تولید او کرکېلې کچه د تېر زیږدیز کال پرتله ۹۰ سلنه راټیټه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې وخت پر وخت د طالبانو د رژیم چارواکي د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د نیشه یي توکیو د کښتونو د اړولو او په تور یې د یو شمېر کروندګرو د نیولو خبر ورکوي.
د طالبانو رژیم د نیشه یي توکیو پر هر ډول کښت، قاچاق او کاروبار بندیز لګولی او څارونکي باور لري چې تر ډېره په دغه کار بریالی شوی هم دی.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30023