انصار: (د سلواغه ۱۶ مه)، د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان د موقت صدراعظم انورالحق کاکړ وروستۍ څرګندونې، چې د افغانستان د وضعیت او پکې د طالبانو د واکمنۍ په اړه یې کړي، رد کړې.
کاکړ په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې طالبان پر افغانستان واکمن شوی؛ خو تراوسه یې مرکزي حکومت نه دی جوړ کړی.
د هغه په وینا، د مرکزي حکومت جوړول ډېر وخت ته اړتیا لري.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي، چې دوی هم پر ټول افغانستان واکمن دي، هم یې پر ځان بسیا مرکزي حکومت جوړ کړی او هم له ګاونډیو او نورو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.
د پاکستان لومړي وزیر د افغانستان له خاورې د ترهګریزو ګواښونو په اړه د تېرو ادعاو برعکس ویلي چې له افغانستانه پاکستان ته هېڅ ګواښ متوجه نه دی او افغانانو هېڅکله پاکستان ته خطر نه دی پېښ کړی.
کاکړ، چې له موقتي صدراعظم کېدو سره یې پر افغانستان توند تورونه ولګول او ظاهراً د ده په امر سلګونه زره افغان کډوال په زوره خپل هېواد ته ستانه او ناوړه چلند ورسره وشو، د واک ختمېدو ورځې یې لږې پاتې دي.
دا څرګندونې یې داسې مهال کړي، چې یوې پاکستاني رسنۍ د طالبانو د رژیم په منځګړتوب د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان د موقت اوربند خبر ورکړی. دغه خبره د ادعا شویو ښکېلو غاړو له لوري نه رد او نه تایید شوې ده.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/29992