د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر امیرخان متقي په کابل کې د روسیې، چین، ایران، پاکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، هند، ترکیې او اندونیزیا له سفیرانو او ډیپلوماټانو سره وکتل.
په یاده لیدنه کې امیرخان متقي ویلي چې د سیمې هېوادونه باید د یوه منطقه محور روایت پر مټ په افغانستان کې له شته فرصتونو ګټه واخلي او د بالقوه ګواښونو د مدیریت په تړاو دې همغږي ولري.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند عبدالقهار بلخي پر ایکس پاڼه لیکل شوي چې په دې کتنه کې امیرخان متقي د سیمې له هېوادونو څخه غوښتي نړۍ او د سیمې هېوادونه دې له افغانستان سره مثبت تعامل وکړي.
متقي یو وار بیا ویلي چې د یوناما په شتون کې د افغانستان لپاره د نویو استازو ټاکلو ته اړتیا نشته.
متقي دغه راز له دوی څخه غوښتي چې خپلو هېوادونو ته د منطقوي محور پیغام یوسي، تر څو افغانستان او سیمه په ګډه په سیمه کې له نویو فرصتونو د خپلو حکومتونو او ملتونو په ګټه استفاده وکړي.
تر دې وړاندې هم طالب چارواکی ویلي چې دوی د خپلې اقتصاد محوره بهرنۍ پالیسۍ پر اساس د سیمې او ټولې نړۍ له هېوادونو سره غوره اړیکې غواړي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/29803