انصار: (د مرغومی ۳۰ مه)، د افغانستان د پوهنې وزارت لپاره د طالبانو د رژیم چارواکو اعلان کړی، چې نن به په ټول هېواد کې د مدرسو له ۵۰ زرو فارغانو د تعلیمی اسنادو لپاره ازموېنه واخلي.
د دغه وزارت لپاره د طالبانو د رژیم ویاند منصور احمد حمزه په یوه ویډیويي پيغام کې ویلي، چې د دغې ازموېنې لپاره په کابل او ټولو ولایتونو کې طالبانو چمتووالی نیولی.
ویل شوي، چې د دغه بهیر په ترڅ کې به له طالبانو په درېیو کټه ګوریو کې ازموېنه واخیستل شي او وروسته به یې د پایلو له مخې اسناد ورکړل شي.
د طالبانو یو شمېر پلویانو پر دې کار خوښي ښودلې، خو منتقدانو یې ویلي چې طالب چارواکي د مدرسو فارغانو ته د اسنادو له ورکړې سره په لا نور شدت، د افغانستان اداري نظام له غیر طالبو څېرو نور هم تصفیه کوي.
د دوی په باور، په دې ډول به افغانستان کې د عصري زده کړو د کمرنګه کولو لپاره د طالب چارواکو هڅې نورې هم چټکې او د مدرسو بازار به تود شي.
طالبان له بیا واکمنیدو سره بیا- بیا تورن شوي چې د افغانستان له ډېرو ادارو یې مسلکي کسان شړلي او پر ځای یې خپل جنګیالي او د مدرسو فارغان ګمارلي. طالب چارواکي بیا دا ادعاوې بې اساسه بولي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/29708