انصار: (د مرغومی ۲۶ مه) ، د امریکا پوځي قوماندانۍ سېنټکام ویلي، حوثيانو د امریکا یوه باروړونکې بېړۍ په جبل الطارق ابنا کې په بالستیک توغندي ویشتلې، خو مرګ ژوبله یې نه ده اړولې.
رویټرز خبري آژانس د حوثیانو د یوه پوځي ویاند «یحیی صارع» له قوله ویلي چې امریکايي بیړۍ د دوی د سمندري ځواکونو په تازه برید کې په نښه شوې ده.
د ده په خبره، هغه بریټانوي او امریکايي بیړۍ به په نښه کړي چې د سره سمندر له لارې تېرېږي.
په سره سمندر کې پر بېړیو د حویثانو بریدونه چې شاوخوا درې میاشتې وړاندې په غزه کې د اسراییلو د جګړې په غبرګون کې پیل شول، تېره اونۍ د امریکا او بریټانیا له ځوابي بریدونو سره هم مخ شول.
په غزه کې چارواکي وايي، د دې سیمې له ۵۰فیصده ډېره برخه نړېدلې او شاوخوا دوه میلیونه وګړي بې کوره شوي دي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/29631
قرأ