انصار:( د مرغومی ۲۳ مه)، د افغانستان مشهور میلیاردر میرویس عزیزي افغانستان ته د سفر په ترڅ کې ژمنه کړې، چې خپل هېواد کې به ۱۰ میلیارده ډالره پانګونه وکړي.
نوموړي په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: غواړم په راتلونکو پنځو کلونو کې د عزیزي شرکت لخوا په هیواد کې د لسو میلیاردو ډالرو په ارزښت پانګونه وکړم چې د انرژۍ د تولید او انتقالاتو په برخو کې به متمرکز وي.
سرچینه زیاتوي: د انرژۍ په برخه کې به موخه د ۵۰۰۰ څخه تر ۶۰۰۰ میګاواټو په اندازه د بریښنا تولید او د انتقالاتو په برخه کې به د اورګاډي د خطونو جوړول وي چې دا اقدامات به د تجارت او اقتصادي فعالیت د ودې موجب وګرځي.
د میرویس عزیزي د معلوماتو له مخې، د دی برنامی په لړ کې به د سلو زرو شاوخوا افغانانو ته د کار زمینه میسره شي او په میلیونونه نور به په غیر مستقیم ډول د دې پاننګونو له ګټو برخمن شي.
په ټولنیزو رسنیو کې یو زیات شمېر افغانانو د نوموړي د دغه اعلان هرکلی کړی او ویلي، چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره د امنیت له پلوه ښه زمینه برابره ده.
دوی ټینګار کړی، چې که د طالبانو رژیم افغانستان کې ژر قانونمند او مشروع نظام ته زمینه برابره کړي او له افراطي کړنو لاس واخلي، تمه شته چې دلته لا ډېرو پانګونو ته زمینه برابره شي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/29566