زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/10 - 00:20:0 FA | AR | PS | EN
د هند کرکت لوبدله د چمپینز ټرافي اتل شو             حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی             ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود            

تاريخ النشر: 2023/12/30 - 05:05:1
زيارة: 263
مشاركة مع الـأصدقاء

پاکستان هره شېبه د افغانستان لپاره د د سیسې جوړولو هڅه کوي
 پاکستان هره شېبه د افغانستان لپاره د د سیسې جوړولو هڅه کوي

انصار: (دمرغومی 9مه )، د پاکستان حکومت واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، تل د افغانستان په اړه خپل دریځ ژر ژر بدل کړی، چې ډېری وخت د اوسني حکومت ضد وي

خو د طالبانو حکومت وايي، پاکستان کې اوسنی حکومت لنډ مهالی دی او په هغه هېواد کې د اوږدمهالي حکومت پالیسي ته په کتو به ورسره دوی ورته چلند کوي.

تازه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوچ ویلي چې دوی د یوه باثباته افغانستان غوښتوونکي دي او غواړي چې افغانستان په سیمه کې له اقتصادي پلوه په یوه وصلوونکې نقطه بدل شي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا له کلید سره په خبرو کې وویل چې اوسمهال د افغانستان اړیکې له پاکستان سره ښې دي، خو که ترمنځ یې څه ستونزه پیدا کېږي؛ نو دا په هغه هېواد کې له سیاسي بې ثباتي پورې تړلې مسئله ده.

مجاهد وایي چې دواړه هېوادونه سره ډېر مشترکات لري او حکومتونه هم باید هڅه وکړي چې اړیکې ترېنګلې نه شي: «اوسمهال پاکستان کې سیاسي ثبات نشته، هلته لنډمهاله حکومت دی او هغه هم د ټاکنو پر چمتوالي بوخت دی، دا حالت بدلېدونکی دی، نو کله چې یو دوامداره د څو کلونو لپاره حکومت هلته رامنځته شي، د هغه پالیسۍ ته په کتو سره بیا عکس العمل ښودل کېدای شي، خو په ټوله کې هغوی هم پاخه سیاستوال لري او په دې پوهېږي چې د پاکستان اړیکې له افغانستان سره مهمې دي.»

د سیاسي چارو کارپوهان له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان سیاست بریالی او بېساری بولي.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز ستانکزی وایي، پاکستان ډېر بې بنسټه تورونه پر افغانستان ولګول او غوښتل یې چې له دې لارې سیاسي اهداف ترلاسه کړي، خو د افغان حکومت منطقي دریځ د دې سبب شو چې پاکستان خپلو اهدافو ته ونه رسېږي: «  له سلو کلونو راپدېخوا دا لومړی ځل دی چې د دې مدون سیاست له امله پاکستان په ګونډو شوی دی، موږ له پاکستان سره داسې سیاست نه دی کړی چې هلته مو وژنې کړې وي، یا مو هلته خرابی کړی وي.»

د سیاسي چارو بل کارپوه احمدخان اندړ وایي، پاکستان که د افغانستان لپاره هره دسیسه جوړوي، دوی به په کې ناکامېږي او زیان به یې نور هم په خپله دوی ته رسېږي: «پاکستان هېڅکله په افغانستان کې سوله او ثبات نه غواړي، اوس هڅه کوي چې د خپلو خلکو او نړۍ پام افغانستان ته را واړوي، غواړي د اسلامي امارت او نړۍ ترمنځ تعامل له خنډ سره مخامخ کړي، خو په همدې وضعیت کې د افغانستان دا دریځ چې د افغانستان خاوره به د هېچا پرضد ونه کارول شي، دا ډېر ښه سیاست دی.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په وار وار پاکستاني چارواکو ادعاوې کړې چې پاکستاني طالبان د افغانستان له خاورې پر دوی بریدونه کوي، خو دا ادعاوې سربېره پردې چې افغان حکومت رد کړې او بې بنسټه یې بللې، په خپله پاکستاني طالبانو هم رد کړې او ویلي یې دي چې دوی د پاکستان له خاورې د هغه هېواد د حکومت پرضد عملیات کوي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/29300






*
*

*



قرأ

د سوریی په نښتو کې له زرو ډېر کسان وژل شوي دي


حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی


افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي


د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه


ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي


بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی


د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي


د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي


اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود


ټرمپ پر طالبانو د فشار د نویو حربو په لټه کې دی


اروپايي هیوادونو د زیلینسکي کلک ملاتړ وکړ


د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د دریځ نه یووالي دا ډله زړوره کړې ده


ایران د اتومي وسلې جوړولو ته نژدې شوی


ټرمپ د افغانستان تېروتنه په اوکراین کې تکراروي


افغان نجونې د افغانستان، اسلام او نړۍ بقاء لپاره جنګېږي


له حقونو د ښځو محرومول، د هغوی انسانيت تر پوښتنې لاندي راوستل دی


قطر له سوریې سره دیپلوماتیکې اړیکې پیلوي


د پاکستان د پوځ د بې ساري تسلیمۍ ۵۳ کاله پوره شول


د اسراییل پوځ د سوریې تاسیسات یو په بل پسې ورانوي


طالبانو د ښځو حقونو سرغړونې نورې هم زیاتې کړي


نن د افغانستان پر وضعیت امنیت شورا غړي غونډه لري


د زلمي خلیلزاد ټویټ پاکستانیان سخت په غوسه کړي دي


د روسیې د استازو جرګې د ترهګرو له لیسته د طالبانو د نوم ایستلو ته رایه ورکړه


د سوریې د اسلامپالو بری نړیوالو ته د اسلام او افغانانو په اړه څه پیغام لري؟


د دوو هیوادونو د چارواکو د سفرونو لار به هواره کړم