انصار: (د لیندی ۲۲ مه)، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغان ښځو په اړه د تړلو دروازو تر شا غونډه وکړه.
ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا غونډه د «افغانستان په اړه د ښځو لید لوري» تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه چې د ځینو بنسټونو او د افغانستان د مدني ټولنې یو شمېر استازو په کې ګډون کړی و.
د سرچينې په وينا، د دې غونډې هدف د افغانستان د راتلونکي په اړه د نړيوالې ټولنې پر پرېکړو او د ښځو د ونډې په اړه خبرې وې.
د روان کال په مارچ میاشت کې هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې او بشري بنسټونو د انسجام غوښتنه کړې وه.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/28964
قرأ