انصار: (د لیندی ۱۲ مه)، د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي تلویزون د ملا هبت الله اخوندزاده په مشرۍ د طالبانو د کابینې د بلې غونډې د ترسره کیدو خبر ورکړی. سرچینې ویلي چې یاده غونډه تېره دوشنبه ترسره شوې.
ملي تلویزون د غونډې ځای نه دی ښودلی، خو ملا هبت الله له کندهاره پر افغانستان حاکمیت چلوي او د همدې لپاره یې د کابینې غونډې هم په دغه ولایت کې ترسره کیږي.
سرچینې د غونډې یو شمېر جزییات هم روښانه کړي چې تر ټولو مهم یې د برېښنا بېلونو د نه تحویلیدو له امله د جوماتو نو د پرې شوې برېښنا د بیا فعالیدو او دغه راز د زړو شویو مقدسو پاڼو د ساتنې لپاره د لازمو او خوندي ځایونو جوړول یاد شوي.
تر دې مخکې، د طالبانو د کابینې بله غونده هم د ملا هبت الله په مشرۍ په کندهار کې جوړه شوې وه.
هبت الله اخوندزاده په وروستیو کې کندهار ته د ډېرو واکونو په لېږد او د خپل رژیم د نورو چارواکو په بې صلاحیته کولو تورنیږي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/28801