انصار: (د لیندی ۵ مه)، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي ویلي چې تر راتلونکې یوې میاشتې به ټول هغه افغان کډوال له پاکستانه وایستل شي چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
د چارو شنونکي او د کډوالو اړوند بنسټونه یو ځل بیا د پاکستان حکومت دغه پرېکړه ناقانونه او د نړیوالو اصولو خلاف عمل بولي.
د چارو شنونکي پر نړیوالې ټولنې او نورو ورته بنسټونو غږ کوي چې په دې اړه له پاکستان لوري سره خبرې وکړي او په څه نا څه ډول پر دغه هېواد سیاسي فشار راوړي.
د طالبانو حکومت چارواکي هم وایي، له پاکستانه د ټولو راستنېدنکو کډوالو لپاره ځانګړي پلانونه او چمتوالی لري.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد کلید ته وویل، د خپل مشرتابه په حکم یې له پاکستان او نورو هېوادونو څخه د افغان کډوالو وضعیت ته د لا ښې رسېدنې لپاره یو عالي کمېسیون جوړ کړی دی.
«د کډوالو لپاره بشپړ چمتوالی شته. د کډوالو لپاره د امیرالمؤمنین د یو حکم له مخې یو ځانګړی کمېسیون جوړ شو چې ۱۲کمېتې او دارلانشا لري. د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي یې مشري کوي. دوی به هڅه کوي چې پر وخت د کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي.»
د طالبانو حکومت د معلوماتو له مخې، د تېرې اکټوبر میاشتې لومړیو کې چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه اعلان شوې، څلور لکه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په ژمي کې به د ډېری افغان کډوالو ستنېدل په افغانستان کې روان بشري کړکېچ لا پراخه او ژور کړي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/28674