انصار: (د لړم ۳۰ مه) د خدیجه الکبرا نندارتون، چې له یوې اوونۍ څخه په کابل کې پیل شوی و، دوشنبه یې وروستۍ ورځ وه.
په دغه نندارتون کې په ۸۰۰ غرفو کې د افغان ښځو بېلابېل لاسي صنایع او نور توکي نندارې ته وړاندې شوي وو، خو ګډونوالې یې شکایت کوي چې د نورو نندارتونونو په پرتله په دغه نندارتون کې د دوی د توکو بازار ډېر سوړ و.
دغه نندارتون ته له نږدې ورغلو، چې ګډونوالو یې بېلابېلې اندېښنې اوغوښتنې درلودې. د دغو توکو پلورونکې ګیتا رضايي وایي، که څه هم راوړي توکي یې پلورل کېږي، خو څنګه چې لازمه ده، هغسې بازار نه لري.
هغې غوښتنه وکړه چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت دې د هغې لاسي توکو او نورو تولیداتو ته نړیوال بازار پیدا کړي.
ماري ګل نجمي د بدخشان ولایت اوسېدونکې ده چې اوس یې په دغه نندارتون کې خپل توکي لکه شات، زیره، بدخشانۍ کلچې او نور توکي نندارې ته اېښي دي.
دا وايي، دلته يې یوه غرفه په لوړه بیه نیولې، خو د راوړو توکو بازار یې ډېر پیکه و چې د نیول شوې غرفې کرایه هم نه شي پوره کولی.
خدیجه الکبرا نندارتون ګډونوالې وایي، که څه هم دا نړیوال نندارتون دی، خو په یاد نندارتون کې د هېواد نورو وګړو ته نه ګډون د دې لامل شو چې توکي یې د اړتیا وړ بازار ونه لري.
لیلي سلطاني په دغه نندارتون کې نقاشۍ او نور توکي نندارې ته اېښي وو او وایي: دلته یوازې ښځې راغلې، که څه هم دغه نندارتون نړیوال و، باید چې سړي هم په کې وای. خو کومه ژمنه چې موږ ته راکړول شوې وه، هغسې نه وه. موږ ونه شوی کولی چې خپل توکي خرڅ کړو.
د خدیجه الکبرا نندارتون چې د نومبر پر ۱۳په کابل کې جوړ شوی وه، د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه په کې افغان ښځینه سوداګرو خپل لاسي توکي، افغاني جامې، د سینګار توکي، د ماشومانو کالي، بکسونه وچې مېوې، شات او سیمه ییز خواړه په کې نندارې ته اېښودل شوي وو.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/28590