انصار (د لړم 24 مه) د کندز یو شمېر قومي مشران وايي، ډېری خلک لېواله دي چې خپلې ستونزې او شخړې له دولتي چارواکو سره په همغږۍ د ولسي شوراګانو او قومي مشرانو له لارې حل کړي.
دوی وایي، تېره اوونۍ یې هغه اوږده دښمني چې له ۴۰ کلونو راهیسې روانه وه او درې تنه په کې وژل شوي وو، د شورا په پرېکړه په دوستۍ بدله شوه.
په يادو شخړو کې ښکېلې کورنۍ چې د ځمکې د ملکيت پر سر يې شخړه کوله او د تره زامن هم دي، وايي چې په تېرو ۴۰ کلونو کې يې ډېر کړاوونه زغملي او اوس خوښ دي چې دغه دښمني يې په دوستۍ بدله شوې ده.
د جګړې له ښکېلو غاړو څخه شرف الدين احمدزى وايي، چې د اختلاف له امله يې له څو کلونو راهيسې له خپل تره سره نه دى ليدلى او آن زامن يې هم نه پېژني.
« په دې دښمنۍ کې درې تنه ووژل شول، څو تنه ټپيان شول، موږ د يو بل کورونه، ځمکې او استوګنځايونه وران کړل، خو د خدای په فضل او د قوم د مشرانو په هڅو سره پخلا شوو، انشاالله موږ به همدلته جوړ شو له دې وروسته به نوره ستونزه او جګړه نه وي.»
د شرف الدین مقابل لوری جمعه گل احمدزی په دې اړه وایي:
« هر انسان غواړي چې ازاد ژوند وکړي او ازاد سفر وکړي. نن موږ په دې روغې جوړې او دوستۍ ډېر خوشاله يو او وياړو چې زموږ ۴۰کلنه دښمني ختمه شوه، د اسلامي امارت او مشرانو څخه مننه کوو.»
یو تن قومي مشر او د ناصري شورا مشر آغامير ناصري وايي چې دغې شورا د خلکو تر منځ ډېرې شخړې هوارې کړې دي.
د کندوز د قومونو او قبايلو چارو رياست مسوولين وايي، چې ډېرى شخړې د ځمکو او کورونو د مالکيت پر سر او د لفظي شخړې له امله رامنځته کېږي، چې کله ناکله د خلکو د وژنې او اوږدې دښمنۍ لامل کېږي.
د کندز د قومونو او قبايلو ریاست د جرګو عمومي مدیر حميدالله احمدي وويل، چې د جرګو او قومي مشرانو له لارې د شخړو هوارول په ټولنه کې د سولې په ټينګښت کې مهم رول لري.
د کندز د قومونو او قبايلو رياست د معلوماتو له مخې، په دې ولايت کې ١٨ قومي شوراګانې شته چې د خلکو ترمنځ د قومي او کورنيو شخړو په هواري کې مهم رول لوبوي.
د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، خلک هم لېواله دي چې خپلې شخړې د جرګو له لارې هوارې کړي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/28470