انصار: (د لړم ۲۳ مه)، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر«چا» وايي چې په هرات ولایت کې د مرستو رسوونې موسسو له ۱۷۶زره زلزله ځپلو سره مرسته کړې.
اوچا په یو ه تازه راپور کې ویلي چې له زلزله ځپلو سره په شویو مرستو کې بیړنۍ سرپناه، نغدې مرستې او غیر خوراکي توکي شامل دي.
په راپور کې ویل شوي چې ۱۱زره او ۴۰۰کورنیو خېمې ترلاسه کړې او له شاوخوا نهه زره کورنیو سره د ۲.۴ میلیونه ډالرو نغدې مرستې شوې دي.
را پور زیاتوي، د ۵۵۰۰ کورنیو له هرې کورنۍ سره د ۳۴۰ امریکايي ډالر او ۳۵۰۰ نورو کورنیو سره د کورنۍ پر سر د ۱۷۶ امریکايي دالرو مرسته شوې ده.
د اوچا په دغه راپور کې ویل شوي چې ۱۲زره او ۵۰۰ کورنیو سره د ژمي لپاره د کمپلو او له نهه زرو څخه له زیاتو کورنیو سره د سرپناه لپاره د تعمیراتي توکو مرسته وشوه.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په ۱۴۲ کلیو کې زلزله ځپلو د څښلو پاکو اوبو ته بیرته لاس رسی موندلی دی.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/28453