زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/10 - 00:20:0 FA | AR | PS | EN
د هند کرکت لوبدله د چمپینز ټرافي اتل شو             حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی             ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود            

تاريخ النشر: 2023/11/09 - 08:12:4
زيارة: 266
مشاركة مع الـأصدقاء

د امریکا لخوا د پاکستاني چارواکو د وروستیو ادعاوو ردیدل
 د امریکا لخوا د پاکستاني چارواکو د وروستیو ادعاوو ردیدل

انصار:( د لړم ۱۸مه)، متحدو ایالتونو د پاکستاني چارواکو هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکې د دغه هېواد مخالفې وسله والې ډلې په خپلو بریدونو کې، په افغانستان کې پاتې شوې امریکايي وسلې کاروي.

 د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویلي، له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو پر مهال یې داسې هیڅ راز تجهیزات نه دي پریښي، چې وسله والې ډلې پرې د سیمې امنیت ته ګواښ جوړ کړي.

د پاکستان د لنډمهاله حکومت مشر انورالحق کاکړ پرون ادعا وکړه، چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته په پاکستان کې انتحاري بریدونه ۵۰۰ سلنه زیات شوي دي.

د هغه په وینا، د دوی خلاف بریدونو کې په سیمه کې له پاتې شویو امریکایي وسلو او تجهیزاتو هم استفاده کیږي.

خو د طالبانو د رژيم ویندوی ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې د انورالحق کاکړ د ادعاوو د ردولو ترڅنګ ویلي چې «هغوی باید خپل کورني مسایل په خپله حل کړي او د خپلو ناکامیو ملامتي افغانستان ته راجع نه کړي.»

په وروستیو کې د طالبانو د رژیم او پاکستان ناندرۍ زیاتې شوي، چې اصلی لاملونه یې خلکو ته نه دي روښانه.

ځینې شنونکي باور لري، چې پاکستان په افغانستان کې له هر حاکم رژیم سره ستونزه ساتي او دلیل یې دا دی چې افغانستان کې په هره ممکنه بڼه بې ثباتي او جنجال جوړول غواړي.

د دوی په باور، که طالبان لا اوس هم له افراطي تګلارو لاس په سر او افغانانو سره د پخلاینې او جرګې لاره غوره کړي، د دغه هېواد خلاف له رامنځته شوي پراخ ولسي نفرت نه په استفادې د افغانستان د باثباته کولو لپاره اساسي کارونه کولی شي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/28355






*
*

*



قرأ

د سوریی په نښتو کې له زرو ډېر کسان وژل شوي دي


حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی


افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي


د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه


ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي


بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی


د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي


د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي


اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود


ټرمپ پر طالبانو د فشار د نویو حربو په لټه کې دی


اروپايي هیوادونو د زیلینسکي کلک ملاتړ وکړ


د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د دریځ نه یووالي دا ډله زړوره کړې ده


ایران د اتومي وسلې جوړولو ته نژدې شوی


ټرمپ د افغانستان تېروتنه په اوکراین کې تکراروي


افغان نجونې د افغانستان، اسلام او نړۍ بقاء لپاره جنګېږي


له حقونو د ښځو محرومول، د هغوی انسانيت تر پوښتنې لاندي راوستل دی


قطر له سوریې سره دیپلوماتیکې اړیکې پیلوي


د پاکستان د پوځ د بې ساري تسلیمۍ ۵۳ کاله پوره شول


د اسراییل پوځ د سوریې تاسیسات یو په بل پسې ورانوي


طالبانو د ښځو حقونو سرغړونې نورې هم زیاتې کړي


نن د افغانستان پر وضعیت امنیت شورا غړي غونډه لري


د زلمي خلیلزاد ټویټ پاکستانیان سخت په غوسه کړي دي


د روسیې د استازو جرګې د ترهګرو له لیسته د طالبانو د نوم ایستلو ته رایه ورکړه


د سوریې د اسلامپالو بری نړیوالو ته د اسلام او افغانانو په اړه څه پیغام لري؟


د دوو هیوادونو د چارواکو د سفرونو لار به هواره کړم