انصار:( د لړم ۱۷مه)، د نړۍ د کاتولیکانو رهبر پاپ فرانسیس له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو پر بهیر نیوکې کړي.
نوموړي دغه وضعیت د اندېښنې وړ ګڼلی او ویلي، افغان کډوالو پاکستان ته پناه وړې وه، خو دغه هېواد یې په زوره له ورپېښو خطرونو سره وباسي.
پرون د مذهبي ازادۍ په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو نړیوال کمېسیون هم په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیونې، له دوی سره د تاوتریخوالي او پر وړاندې یې د ګواښونو د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه.
د پاکستان حکومت د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته، د بېاسناده افغان کډوالو د ایستلو لپاره عملیات پیل کړل.
د طالبانو چارواکي وايي، نږدې ۳ سوه زره افغان کډوال له پاکستانه راشړل شوي او لا هم دا بهیر روان دی.
په همدې حال کې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي، له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنولو بهیر د طالبانو له حکومت او ‘یو این ایچ سي آر’ سره له مشورې پرته پیل شوی او پاکستان دا حق نهلري چې د یوې مناسبې تګلارې پرته افغان کډوال ستانه کړي.
پاکستان بیا د افغان کډوالو پر وړاندې د خپل چلند دفاع کړې او پر دوام یې ټینګار کړی دی.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/28326