انصار:( د لړم ۱۷مه)، د سعودي د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان ویلي، چې د هېواد د کاري قوې ۳۷ سلنه کارکوونکې یې ښځې دي.
نوموړې د ښځو او اسلام په اړه جوړې شوې غونډې ته ویلي، چې له دې وروسته د ښځو د ودې لپاره نور پروګرامونه هم په نظر کې دي.
په دې غونډه کې د افغان ښځو د وضعیت په اړه هم خبرې شوي او له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي، چې د دوی د وضعیت لپاره دې پاملرنه وشي.
د سعودي د بهرنیو چارو وزیر په دې غونډه کې ټینګار کړی، چې ځینې هېوادونه د دین په نوم خپل افراطي کړنې تفسیروي.
سعودي عربستان د اسلامي نړۍ له مخکښو هېوادونو څخه دی، چې په وروستیو کې یې د ښځو پر وړاندې افراطي دریځونه نرم کړي او د موټر چلوونې، کنسرټ او ګڼو نورو حقونو منلو ته یې غاړه اېښې ده.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/28325
قرأ