انصار:( د لړم ۹مه) د طالبانو د رژیم د چارو ادارې ویلي، چې سر له ننه د کابل دارالامان ماڼۍ د عامو سیلانیانو پر مخ پرانیزي.
سرچینې ویلي، چې په دې اړه یې چارواکي نن خبري غونډه هم لري.
معلومه نه ده چې د سېلانیانو لپاره طالبانو څه ډول شرایط وضع کړي دي.
تازه، پرون د ملي پراختیا شرکت لپاره د طالبانو چارواکو په کابل کې د افغان ملي ماڼۍ د رغونې د درېدلو چارو د بیرته پيل اعلان هم وکړ.
ویل شوي، چې د دې کار لپاره دوه میلیارده افغانۍ ځانګړې شوې دي.
په وروستیو کې طالبانو د ورته ملي پروژو رغونې ته پاملرنه زیاته کړې، چې خلکو یې هرکلی کړی.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/28150
قرأ