انصار:( د لړم ۸ مه) پاکستان کې د یوه مشهور دیني عالم او مبلغ مولانا طارق جمیل زوی ’عاصم جمیل’ ځان وژلی دی.
دا پېښه د پنجاب په ملتان کې شوې او پولیسو ویلي، چې عاصم جمیل په ځان د تومانچې ډز کړی.
د ملتان پولیسو یوه ځايي افسر سهیل چودري وايي د مولانا طارق جمل زوی د بدن ښکلا یوه کلب جېم کې د ورزش پر مهال له یوه ساتونکي تمانچه اخیستې او ځان یې ویشتلی دی.
د پولیسو په وینا د امنیتي کمرو لخوا په اخیستل شویو تصویرونو کې واضح ښکاري چې عاصم جمیل څنګه ځان وژلی.
پخپله مولانا طارق جمیل هم د اېکس یا پخواني ټویتر یوه پیغام کې د خپل زوی مړینه تایید کړې.
هغه لیکلي زما زوی عاصم جمیل نن په تلمبه کې وفات شوی دی. دې حادثاتې مړینې ماحول غمجن کړی.
هغه په یوه بل پیغام کې لیکلي چې زوی یې نن (د اکتوبر ۳۰مه) تلمبه کې د دوی په پلرني کلي ’رییس اباد’ کې خاورو ته سپارل کېږي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/28130