انصار:( د لړم ۸ مه) د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بوګټي پرون اعلان وکړ چې له پاکستان څخه به ټول پردي اتباع، چې اشاره یې افغانانو ته وه، په څو پړاوونو کې په بشپړ ډول وایستل شي.
ده جیو نیوز تلویزیون ته وویل، په لومړي پړاو کې به هغه پردي وایستل شي چې په پاکستان کې د اوسیدو هیڅ اسناد نه لري او یا یې د پاکستان جعلي اسناد جوړ کړي دي.
ادعا کېږي چې لسګونو زرو افغانانو د پاکستان شناختي کارتونه اخیستي دي.
په بلوچستان او نورو صوبو کې د پاکستان د احصایې ملي ادارې (نادرا) د ټولو هغو کسانو چې په تېرو ۴ لسیزو کې یې د پاکستان د هویت کارتونه (شناختي کراتونه) اخیستي دي، له سره ارزوي.
په دې لړ کې نادرا وايي چې په بلوچستان کې د ۷۰ زره تنو د هویت کارتونه ورته جعلي ښکاره شوي چې په اړه یې پلټنې کوي او د اوس لپاره یې د هغوی کارتونه د مشکوکو شناختي کارتونو په توګه ځنډولي دي.
د پاکستان د لنډمهال حکومت د کورنیو چارو وزیر همداراز وویل، په بل پړاو کې به هغه افغان کډوال له پاکستانه وایستل شي چې د کډوالو په توګه ثبت دي یا په پاکستان کې په قانوني ډول اوسي.
پاکستان ادعا کوي چې په دغه هیواد کې ۲۴ ځانمرګي بریدونه شوي چې د هغو ۱۴ افغانانو کړي دي.
بوګټي ټینګار وکړ، تر ټولو مخکې به هغه افغانان د پاکستان له خاورې وایستل شي چې د پاکستان د هویت کارتونه یې په جعلي ډول جوړ کړي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر دا هم وویل چې د کډوالو د لویې کمیشنرۍ له لوري د کډوالو په توګه په رسمیت پېژندل شوي افغان کډوال به هم په پاکستان کې پرېنږدي.
ده وویل:«حکومت ټول بې اسناده کډوال هڅوي چې د نوومبر تر لومړۍ مخکې له پاکستانه ووځي.»
دې ته په پام چې د نوومبر لومړۍ ته یوازې دوې ورځې پاتې دي او له ۱ میلیون او ۷۰۰ زره افغانانو څخه، چې د پاکستان په وینا اسناد نه لري، یوازې څو زره افغانستان ته بېرته راغلي دي، عملاً ممکنه نه ښکاري چې تر یو نیم میلیون زیات کډوال دې په دومره لنډ وخت کې افغانستان ته راشي.
بوګټي وايي چې د پنجشبې او جمعې ترمنځ له ۱۵ زره تر ۲۰ زره بې اسناده افغانان خپل هیواد ته اوښتي دي
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/28128