انصار:( د لړم ۵ مه)، د طالبانو حکومت له نورو هېوادونو څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدو په موخه کمېسیون جوړ کړ.
د ذبیح الله مجاهد پر اېکس پاڼه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، وروسته له هغې چې پاکستان هېواد د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف د افغان کډوالو د را اېستلو پرېکړه وکړه؛ نو دوی هم د طالبانو حکمت د مشر د فرمان پر اساس د ریاست الوزرا د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ کمېسیون جوړ کړی.
یاد کمېسیون به خپلو امکاناتو ته په کتو د کډوالو د تثبیت، تشخیص، انتقال، لومړني او صحي خدمات او لنډ مهالی پنډغالی جوړوي.
په خبرپاڼه کې یو وار بیا له بهر مېشتو افغانانو غوښتل شوي چې له هر ډول وېرې او تشویش پرته هېواد ته را وګرځي.
دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال له پاکستان څخه ګڼ شمېر افغان کډوال په جبري ډول اېستلو ته اړ شوي دي.
که څه هم افغان حکومت څو ځله له پاکستاني لوري غوښتي چې خپله پرېکړه بېرته واخلي، خو یاد حکومت ویلي چې په دې برخه کې جوړ جاړی نه کوي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/28054