زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/10 - 00:20:0 FA | AR | PS | EN
د هند کرکت لوبدله د چمپینز ټرافي اتل شو             حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی             ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود            

تاريخ النشر: 2023/10/23 - 04:23:0
زيارة: 207
مشاركة مع الـأصدقاء

سلګونه پاکستاني فعالانو د افغان مسافرو پر وړاندې د قیوداتو خلاف احتجاج وکړ
 سلګونه پاکستاني فعالانو د افغان مسافرو پر وړاندې د قیوداتو خلاف احتجاج وکړ

انصار:( د تله 23 مه)، د بلوچستان په چمن سیمه کې د ډیورنډ کرښې د پورې غاړې سلګونو سیاسي او اقتصادي فعالانو د پاکستان د حکومت د هغې پرېکړې پر ضد احتجاج وکړ چې له مخې یې پر افغان تګ راتګ کوونکو قیودات زیاتیږي.

د پاکستان د موقت حکومت عالي کمیټې په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې پاکستان ته له پاسپورټ او ویزې پرته د افغانانو د ننوتلو اوسنی سیسټم به لغوه شي. پاکستاني چارواکو دا هم ویلي، چې دا پرېکړه به د نومبر له لومړۍ نېټې  کې عملی شي.

د پاکستان د حکومت د نوې پرېکړې له مخې، د نومبر له ۱مې نېټې څخه به د افغانستان سره په ټولو پولو کې د واحد سند سیسټم پلی او یوازې د پاسپورټ او ویزې لرونکي افغانان به پاکستان ته تګ راتګ وکړی شي.

 دې او د پاکستان د حکومت نورو پریکړو، چې له مخې یې پر افغان کډوالو او مسافرو فشار اچول کیږي، په دغه هېواد کې دننه هم مخالفتونه رامنځته کړي دي. په وروستیو کې نږدې هره ورځ له پاکستان څخه افغان کډوالو سره د ناوړه چلند راپورونه ورکول کیږي.

د پاکستان چارواکو د اکتوبر تر یو دېرشمې  افغان کډوالو ته د ضرب الاجل په توګه وخت ټاکلی دی چې یا به له پاکستانه وځي یا به یې په زوره باسي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي یوه ویاند فرهان حق پر پاکستان غږ کړی چې د افغان کډوالو د په زوره ویستو حق نه لري.

د اسلام اباد ضرب الاجل راتلونکې اونۍ سې شنبې پوره کیږي او وایي، که تر دې ورځې یو میلیون او څه باندې اووه لکه افغانان چې په پاکستان کې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري، له دغه هېواده ونه وځي په زوره به یې وباسي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو عالي کمشنري اټکل کوي چې شاوخوا درې میلیونه او اووه لکه افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي چې نژدې اووه لکه یې د دوه زره یو ویشتم کال د اګست له میاشتې وروسته چې طالبانو کابل نیولی دی، پاکستان ته تللي دي.

پاکستاني چارواکي بیا ټینګار کوي چې په دې اړه یې پریکړه بدلیدونکې نه ده.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/27966






*
*

*



قرأ

د سوریی په نښتو کې له زرو ډېر کسان وژل شوي دي


حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی


افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي


د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه


ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي


بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی


د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي


د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي


اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود


ټرمپ پر طالبانو د فشار د نویو حربو په لټه کې دی


اروپايي هیوادونو د زیلینسکي کلک ملاتړ وکړ


د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د دریځ نه یووالي دا ډله زړوره کړې ده


ایران د اتومي وسلې جوړولو ته نژدې شوی


ټرمپ د افغانستان تېروتنه په اوکراین کې تکراروي


افغان نجونې د افغانستان، اسلام او نړۍ بقاء لپاره جنګېږي


له حقونو د ښځو محرومول، د هغوی انسانيت تر پوښتنې لاندي راوستل دی


قطر له سوریې سره دیپلوماتیکې اړیکې پیلوي


د پاکستان د پوځ د بې ساري تسلیمۍ ۵۳ کاله پوره شول


د اسراییل پوځ د سوریې تاسیسات یو په بل پسې ورانوي


طالبانو د ښځو حقونو سرغړونې نورې هم زیاتې کړي


نن د افغانستان پر وضعیت امنیت شورا غړي غونډه لري


د زلمي خلیلزاد ټویټ پاکستانیان سخت په غوسه کړي دي


د روسیې د استازو جرګې د ترهګرو له لیسته د طالبانو د نوم ایستلو ته رایه ورکړه


د سوریې د اسلامپالو بری نړیوالو ته د اسلام او افغانانو په اړه څه پیغام لري؟


د دوو هیوادونو د چارواکو د سفرونو لار به هواره کړم