انصار:( د تله ۲۴مه)، دارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ او چورې ولسوالۍ کې د څښاک لپاره د پاکو اوبو دوې لويې ذخیرې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د یاد ولایت والي مولوي محمدعلي جان احمد د دغو پروژو د پرانيستلو پر مهال وويل چې په دې پروژو باندې ۱۸ ميليونه ۵۰ زره او ۵۰۰ افغانۍ لګښت راغلی دی.
هغه يو ځل بیا له موسساتو وغوښتل چې د خلکو اړتياوو ته پام وکړي او پر داسې پروژو کار وکړي چې خلکو ته يې اوږد مهاله ګټې ورسېږي.
«په دې دواړو پروژو ۱۸ ميليونه ۵۰ زره او ۵۰۰ افغانۍ لګښت راغلی. زموږ ستاسو فعاليتونه باید د ولس ضرورتونه وي، ځکه د ولس د اړتياو څخه ډونر نه دی خبر او د ولس له اړتياوه څخه موږ تاسو خبر يو.»
د سيمې خلک وايي، په سيمو کې یې د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسۍ خورا سخت شوی وو او په وينا يې، له ساعتونو مزل وروسته به يې د څښاک اوبه موندلې.
د سیمې دوه تنه اوسيدونکي عبدالبشير او اهلوالله وايي، د اوبو اندازه يې لسګونه متره لاندې تللې او دوی د ژورو څاګانو د کيندلو وس نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستيو کې د ارزګان په ګڼو سيمو کې لاهم خلک د څښاک د اوبو له کمښت څخه شکايت کوي او له حکومت څخه غواړي چې ستونزې يې ورته حل شي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/27778