انصار: (د تله18مه) د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان لوړ پوړی پلاوی تېره ورځ ناوخته کابل ته راغلی او د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزي سره یې کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزي هیله ښودلې چې نړيوالې ادارې او په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره له افغانانو سره په بنسټیزو پروژو او کرنیزه برخه کې خپلې مرستې له اړتیا سره سمې ولګوي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې رییسې « بيت بيکډول» بیا ویلي چې دا په تېرو ۲۰کلونو کې د دغې ادارې تر ټولو لوړپوړی یلاوی دی چې افغانستان ته راغلی او هوډ لري چې د تخنيکي مرستې، اصلاح شويو تخمونو وېش، حيواني روغتيا، اوبو لګولو، اقليمي بدلون، د کرنې ميکانيزه کولو او په نورو برخو کې به خپلو مرستو ته دوام او پراختيا ور کړي.
بلخوا، دغه پلاوی د ننګرهار له والي محمدنعیم اخند سره هم لیدلي او په ترسره شوې کتنه کې یې ویلي چې سږ کال به د ۳۰۰ امريکايي ډالرو په ارزښت د افغانستان له نهه ميليونه کروندګرو سره د اصلاح شوو تخمونو، کيمياوي سرې، کرنيزو وسايلو او د اوبو مدیريت په برخو کې مرسته وکړي.
تر دې وړاندې د هېواد یو شمېر کروندګرو د کرنې پراختیا لپاره د اصلاح شویو تخمونو او کرنیزې ماشینرۍ غوښتنه کړې وه.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/27622