انصار (دسنبلی ۳۱مه ) اسیايي پراختیايي بانک او اروپايي اتحادیې په افغانستان کې له بېوزلو سره د مرستې لپاره نژدې یو میلیارد ډالره مرسته اعلان کړه.
اسیايي پراختیايي بانک وویل چې افغانستان ته یې د ۴۰۰ میلیون ډالرو مرسته تصویب کړې ده. د دغه بانک پر اساس دا پیسې به د بیوزلو افغانانو، په تېره بیا د ښځو او نجونو د ژوند پر اسانتیاوو او په خانګړي ډول د اوسني بشري بحران پر مخنیوي ولګول شي.
له بلې خوا اروپايي اتحادیې د افغانانو په تېره بیا د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره له افغانستان سره د یوسلوڅلویښت میلیون یورو مرسته اعلان کړه.
اروپایي اتحادیه وایي، افغانستان ته یې وروسته تر دې د بندو شویو پيسو د ازادېدو پرېکړه وکړه چې شپږ میاشتې یې " د ښځو لپاره د ښځو په وسیله" د یوې تګلارې څارنه او ارزونه وکړه.
په همدې حال کې اسیايي پراختیايي بانک ویلي چې ۱۰۰ میلیون ډالره د خوړو نړیوال پروګرام ته ورکوي چې بیوزلو افغانانو ته خوراکي مواد پرې برابر کړي. دغه پروګرام پرون یو وار بیا د مالي مرستې غوښتنه وکړه.
د اسیا پسفیک لپاره د دې ادارې سیمه ییز مدیر جان ایلیف، په یوه ویډیو کې، چې پرون د خوړو د نړیوال پروګرام د افغانستان څانګې پر خپله ایکس پاڼه خپره کړه، وویل: «په افغانستان کې ژمی په رانژدې کېدو دی او ډبلیو ایف پي له بې ساري مالي بحران سره مخامخ دی. یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو چې د ژمې په ترڅ کې له ۱۵ میلیون تنو سره مرسته وکړو.»
د ملګروملتو له شمېرو سره سم، په افغانستان کې ټولټال ۲۹ میلیونه خلک بشري مرستې ته اړتیا لري.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/27149