د افغانستان د احصايي ملي اداره وايي، هر ورځ زرګونه کسانو ته الکترونیکي پېژندپاڼې ورکول کېږي او په ګڼو ولایتونو کې یې دفترونه پرانستي دي.
د دغه ادارې چارواکو نن پنشنبې د سلواغې ۱۴ مه په یوه خبري ناسته کې و ویل، چې په ګڼو ولایتونو کې د الکترونیکي پېژندپاڼو د وېش لړۍ روانه ده.
د دوی په وینا په فعالو دفترونو کې دوی هره ورځ له ۱۶ تر ۱۷ زره کسانو ته پېژندپاڼې ورکوي.
د ملي احصایې مسوولین زیاتوي، د الکترونیکي پېژندپاڼو د وېش دفترونه دمګړی په شلو ولایتونو کې فعال دي او هغه کسان چې غواړي الکترونیکي پېژندپاڼې ترلاسه کړي یادو مرکزونو ته مراجعه کولی شي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/26687