زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-05-19  |  2024-11-21  |  تازه شوی په: FA | AR | PS | EN

تاريخ النشر: 2022/01/11 - 14:35:1
زيارة: 785
مشاركة مع الـأصدقاء

ملګرو ملتونو له افغانستان سره د ۴.۴۴ میلیارد ډالرو مرستې ټولولو لړۍ پیل کړه

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان او سیمه کې د ۲۸ میلیون بې وزله او اړمنو کسانو سره د مرستو راټولولو لړۍ یې پیل کړې ده.

دغه سازمان ویلي، دوی په پام کې لري، چې ۴.۴۴ میلیارد ډالره مرسته راټوله او پر اړمنو افغانانو یې و وېشي.

ملګري ملتونه وایي د دې پروژې په مرسته به په افغانستان کې ۲۲ میلیونه وګړو ته بشري مرستې ورسول شي او دغه راز به په ګاونډیو هېوادونو کې ۶ میلیونه نور افغانان ترې برخمن شي.

سرچینې له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام ژمنه کړې ده او ټینګار یې کړی دی چې دوی به د دغه هېواد د اقتصاد پاشل کېدو مخنیوي برخه کې خپله ټوله هڅه وکړي.

یاد سازمان پر نورو مرستندویه بنسټونو هم غږ کړی دی چې په دغه هېواد کې د یو بېساري بشري او اقتصادي بحران مخنیوي لپاره لاس په کار شي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/26005






*
*

*



قرأ




ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان