د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان په یوه راپور کې خبرداری ورکړی، چې د افغانستان بانکونه د سقوط له ګواښ سره مخ دي.
دغه راپور چې نن دوشنبې د لیندۍ اوله خپور شوی په کې راغلي ښايي د افغانستان بانکونه تر شپږو میاشتو پورې سقوط شي.
رویټرز خبري آژانس د ملګرو ملتونو د یو اېن ډي پي د مشر عبدالله الدرداري له قوله ویلي، چې د دغه سقوط پایلې به خورا خطرناکې ګنل شوې دي.
الدرداري رویټرز ته ویلي«موږ باید داسې یوه لاره پيدا کړو، چې د افغانستان د بانکي نظام ملاتړ پکې وشي، خو د طالبانو د نه ملاتړ ډاډ پکې موجود وي.
نوموړي له نړیوالو مالي بنسټونو غوښتي، چې له افغانستان سره د بانکي نظام د ژغورلو لپاره یې ګډ کار وکړي او پرې نه ږدي، چې دغه هېواد دا لویه صدمه وویني.
دی وايي، د افغانستان اقتصاد تر ۴۰ سلنې را لویدلی، له بانکونو څخه د پیسو ویستل اوج ته رسیدلي او د ډالرو کمښت بیا بله اساسي ستونزه ګرځیدلې ده.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/24086