د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې د بګرام زندان عدلي مرکز د داخلي او خارجي امنیتي جرمونو پر وړاندې د مبارزې څارنوال او د پکتیا غږ خپرندویه ادارې مشر توپان عمري ووژل شو.
د افغانستان د آزادو رسنیو څار ملاتړ بنسټ( نی) دغه پېښه تائید کړې او له حکومت یې غوښتي، چې د پېښې عاملین ونیسي او وښیي، چې آیا د هغه د وژنې او رسنیز کار تر منځ څه تړاو شته او که نه.
یوې امنیتي سرچینې هم آریانیوز ته منلې، چې توپان عمري له بګرام څخه کابل ته پر لاره د ده سبز ولسوالۍ په اړوند سیمه کې وژل شوی دی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ پر توپان عمري سربېره یو بل څارنوال هم په پېښه کې وژل شوی.
تر دې دمه د پېښې پړه هیچا پر غاړه نده اخیستې.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/23491
قرأ