افغان ولسمشر یو ځل بیا پر طالبانو د سولې غږ وکړ، وايي، طالبان او ملاتړ یې باید پوه شي، چې زور د حل لار نه ده او افغان ولس په زور چا ته سر نه ټیټوي.
ښاغلي غني پرون جمعه د امریکا له ولسمشر او نورو چارواکو سره تر لیدونو وروسته په یوه خبري کنفرانس کې و ویل، چې امریکا ته یې سفر له لاس ته راوڼو ډک دی.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني امریکا ته خپل سفر له لاس ته راوڼو ډک بللی وایي، له افغانستان په ځانګړي ډول له افغان ځواکونو به د امریکا ملاتړ دوام ولري.
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني له جوبایډن او نورو امریکايي چارواکو سره تر کتنو وروسته واشنګټن کې یوې خبرې ناستې ته ویلي، سفر یې له لاس ته راوڼو ډک وو.
نوموړي ویلي، د امریکا له دفاعي چارواکو سره یې کتنه کې ډاډ تر لاسه کړي، چې له افغان ځواکونو به د امریکا ملاتړ دوام ولري.
ښاغلي غني ویلي، د امریکا له کانګرېس نه یې د څه باندې ۳.۳ میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه، چې ورسره منل شوې ده.
دی وايي، د امریکا او افغانستان ترمنځ اړیکې پیاوړې دي او له ولسمشر جو بایډن سره یې په کتنه کې د دې اړیکو د لا پیاوړتیا ډاډ تر لاسه کړی دی.
افغان ولسمشر افغان ځواکونه پیاوړي وبلل او په خبره یې دوی د ګواښونو پر وړاندې د هر ډول مبارزې وړتیا لري.
هغه دا خبره هم وکړه چې امریکايي چارواکو ورته ډاډ ورکړ چې د هوايي ځواک په برخه کې به د افغان ځواکونو ضرورت هم ژر حل شي.
د ښاغلي غني په وینا له افغانستان څخه د عسکر له وتلو وروسته به هغه قراردادیان چې د هوايي قواوو د حفظ او مراقبت مسولیت لري، خپل کار روان ساتي.
ښاغلي غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ، چې له جګړو لاس واخلي او د سولې له پروسې سره یو ځای شي.
ولسمشر و ویل«زور د حل لار نه ده. طالبان او ملاتړي یې باید پوه شي چې افغانان په زور غاړې ایښودو ته نشي اړ کېدلی.»
د یادونې ده، چې ولسمشر غني او ورسره پلاوی د تېرې پنشنبې په ورځ واشنګټن ته ولاړ او د ولسمشر بایډن په ګډون یې د ګڼو امریکايي چارواکو سره وکتل.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/23042