د کاپیسا امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د دې ولایت د علماوو شورا رییس میرویس کریمي په موټر د مقناطسي ماین چاودنه شوې ده.
د کاپیسا امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د دې ولایت د علماوو شورا رییس میرویس کریمي په موټر د مقناطسي ماین چاودنه شوې ده.
د خبر له مخې دغه چاودنه نن یکشنبې د مرغومي ۱۴ مه ماسپښین ۲ بجې د کاپیسا ولایت د صیاد ولسوالۍ په بازار کې رامنځ ته شوې ده.
ویل کېږي، چې په دغه چاودنه کې پنځه تنه وژل شوي او د کاپیسا د علماو شورا رییس مولوي میرویس کریمي ټپي شوی دی.
د کاپیسا ولایت امنیتي چارواکي د پېښې پخلی کوي، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/21716