انصار: (د لړم ۱۰مه)، په اسلامي نړۍ کې د وروستیو کالونو رامنځته شویو او روانو جریانونو چې تر شا یې د لوېدیځ د لاس د شتون ادعا کیږي، د غرب پر وړاندې د مسلمانانو په منځ کې خوابدي زیاته کړې ده.
له تېر یوه کال راهیسې په فلسطین باندې د اسرائیلي عسکرو د بې رحمانه یرغلونو په نتیجه کې د نژدې ۴۳ زرو مسلمانانو او په تېره بیا له ۱۰ زرو څخه د ډېرو ماشومانو وژل کېدا مسلمانان سخت نهیلي کړي دي.
د فلسطینیانو د وژلو لپاره اسرائیلي عسکرو ته د متحده ایالاتو له خوا د وسلو او مهماتو د ور رسولو مسئلې ته په پام سره، د مسلمانانو تر منځ دا نظر په چټکۍ سره خپرېږي چې اسرائیل هر څه د امریکا په خوله کوي.
بلې خواته د روسانو او چینیانو په مقابل او د غربي بلاک تر څنګ ولاړ مسلمانان داسې څه نه ویني چې ځانونه پرې قانع کړي چې امریکا ولې د مسلمانانو پر ضد داسې مرګونی کمپاین پر مخ وړي.
داسې ښکاري چې د اسلامي نړۍ ډېری اوسېدونکي چې ځانونه یې د متحده ایالاتو په مشرۍ غربي بلاک سره ارام احساسول، اوس په یوه دوه لاري کې ولاړ دي.
په ورته وخت کې، د روسیې فدراتیف جمهوریت له خوا د مسلمانانو په خوښه د یو شمېر قوانینو رامنځته کولو او د ولسمشر ولادیمیر پوتین له خوا د مسلمانانو په ننګه غږ اوچتولو دې ته لاره هواره کړې چې مسلمانان له هغه سره علاقه مندي پیدا کړي.
په یوه ویډیو کې چې تازه ټولنیزو رسنیو ته راوتلې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په داسې حال کې لیدل کیږي چې د الله تعالی له خوا وروستی نازل شوی کتاب عظیم الشان قران ښکلوي او بیا یې د حضرت عیسی (ع) جومات امام ته د سوغات په توګه ورکوي.
په اېکس (پخواني ټوېټر) خپرې شوې دغې ویډیو باندې کتونکیو ګڼې تبصرې کړي دي.
یوه مبصر لیکلي، «پوتین ټولو دینونو ته درناوی لري.»
د محسم علي په نامه یوه بل مبصر لیکلي، «ډېر ښه، په روسیه کې د ټولو غیر اسلامي هېوادونو په پرتله د جوماتونو شمېر ډېر دی.»
د ګوردیف سلاوا په نامه یوه درېیم مبصر لیکلي، «دا پېښه چې ولسمشر پوتین قران کریم ښکلوي، یوه الهام بخښونکې پېښه ده او دا یې لا نوره جالبه ده چې په چیچنیا کې یې د حضرت عیسی (ع) جومات ته سوغات ورکوي.»
LINK: https://www.ansarpress.com/english/34156