انصار: ( د لړم ۹ مه)، د طالبانو د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف وايي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفترونو د لوړو اداري لګښتونو او معاشونو له امله د دې سازمان د پروژو مؤثریت کم شوی دی.
د طالبانو د اقتصاد وزیر له ملګرو ملتونو وغوښتل چې په خپلو پروګرامونو کې د دې ډلې لومړیتوبونه په پام کې ونیسي. د دې ترڅنګ دې نویو جوړو شوو ولسوالیو ته توجه وکړي.
ده له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د خپلو پروژو په اړه له اقتصاد وزارت سره مشوره وکړي او راپور ورکړي.
دین محمد حنیف په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفترونو له استازو سره په کتنه کې وویل چې د دې سازمان پروژې شفافې نه دي او له انکشافي اړخه متوازنې نه دي.
ښاغلي حنیف ټینګار وکړ چې د ملګرو ملتونو دفترونه مکلف دي چې د خپلو فعالیتونو راپور بې له ځنډه د اقتصاد وزارت ته وسپاري.
دین محمد حنیف د ملګروملتونو له دفترونو سره د تفاهم لیکونو د لاسلیک په ځنډ کې دلیل دا وباله چې پروژې د متوازن پرمختګ د اصل پر بنسټ نه تطبیق کیږي، د هېواد د اساسي برخو اړتیاوې په پام کې نه نیول کیږي، او د دې دفترونو معاشونه او لګښتونه لوړ دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان تر اوسه د طالبانو د اقتصاد وزیر دې غوښتنې ته رسمي غبرګون نه دی ښودلی. مخکې له دې، نړیوالو سازمانونو له دې شکایت کړی و چې د طالبانو چارواکي د بشري مرستو په وړاندې کولو او د پروژو په تطبیق کې مداخله کوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د عقرب په لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې په روان کال د سپټمبر میاشت کې د ۱۷۳ پیښو له امله ۸۳ د بشري مرستو پروژې لنډ مهالې ځنډول شوې دي. دې دفتر وویل چې د دې پېښو ۹۸ سلنه دلیل د طالبانو مداخله وه او دا پېښې د تېر کال په پرتله ۶۶ سلنه زیاتې شوې دي.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/34140