انصار: (د سلواغی ۲۶مه) د قرغزستان پلازمېنه بیشکک پرون د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا، اروپایي ټولنې او ملګرو ملتونو د استازو د یوې غونډې کوربنه وه.
دا غونډه کابل ته د اروپایي ټولنې د ځانګړي استازي توماس نیکلاسون له سفر وروسته د یوې ورځې لپاره جوړه شوې وه.
د اروپایي ټولنې په یوه اعلامیه کې راغلي، چې په دغه غونده کې په دې اړه بحثونه او د نظرونو تبادله شوې چې افغانستان کې څنګه سوله او ثبات تامینیږي؟
سرچینې په دې تړاو د غونډې د ګډونوالو د نظرونو لنډیز او عمده ټکي نه دي بیان کړي، خو زیاته کړې یې ده چې ټولو خواوو دغه هدف ته پر رسېدو او خپلو همکاریو ټینګار کړی.
یاده غونډه په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه توب د راتلونکې اوونۍ د غونډې په درشل کې جوړه شوې ده.
مخکې ویل شوي وو، چې په دې غونډه کې به له نشه یي توکیو سره د مبارزې او د تروریستي فعالیتونو د خطرونو کمولو په اړه هم خبرې وشي.
طالبانو د دغې غونډې په اړه څه نه دی ویلي.
له دې غونډې څخه مخکې د اروپایي ټولنې استازي د غونډې په تړاو کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر سره خبرې کړې وې.
مخکې طالب چارواکو ټینګار کړی، چې د دوی له ګډون پرته د افغانستان په اړه غونډې او بحثونه بې پایلې دي.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/30138