انصار: (دمرغومی 9مه )، د پاکستان حکومت واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، تل د افغانستان په اړه خپل دریځ ژر ژر بدل کړی، چې ډېری وخت د اوسني حکومت ضد وي
خو د طالبانو حکومت وايي، پاکستان کې اوسنی حکومت لنډ مهالی دی او په هغه هېواد کې د اوږدمهالي حکومت پالیسي ته په کتو به ورسره دوی ورته چلند کوي.
تازه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوچ ویلي چې دوی د یوه باثباته افغانستان غوښتوونکي دي او غواړي چې افغانستان په سیمه کې له اقتصادي پلوه په یوه وصلوونکې نقطه بدل شي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا له کلید سره په خبرو کې وویل چې اوسمهال د افغانستان اړیکې له پاکستان سره ښې دي، خو که ترمنځ یې څه ستونزه پیدا کېږي؛ نو دا په هغه هېواد کې له سیاسي بې ثباتي پورې تړلې مسئله ده.
مجاهد وایي چې دواړه هېوادونه سره ډېر مشترکات لري او حکومتونه هم باید هڅه وکړي چې اړیکې ترېنګلې نه شي: «اوسمهال پاکستان کې سیاسي ثبات نشته، هلته لنډمهاله حکومت دی او هغه هم د ټاکنو پر چمتوالي بوخت دی، دا حالت بدلېدونکی دی، نو کله چې یو دوامداره د څو کلونو لپاره حکومت هلته رامنځته شي، د هغه پالیسۍ ته په کتو سره بیا عکس العمل ښودل کېدای شي، خو په ټوله کې هغوی هم پاخه سیاستوال لري او په دې پوهېږي چې د پاکستان اړیکې له افغانستان سره مهمې دي.»
د سیاسي چارو کارپوهان له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان سیاست بریالی او بېساری بولي.
د سیاسي چارو کارپوه عزیز ستانکزی وایي، پاکستان ډېر بې بنسټه تورونه پر افغانستان ولګول او غوښتل یې چې له دې لارې سیاسي اهداف ترلاسه کړي، خو د افغان حکومت منطقي دریځ د دې سبب شو چې پاکستان خپلو اهدافو ته ونه رسېږي: « له سلو کلونو راپدېخوا دا لومړی ځل دی چې د دې مدون سیاست له امله پاکستان په ګونډو شوی دی، موږ له پاکستان سره داسې سیاست نه دی کړی چې هلته مو وژنې کړې وي، یا مو هلته خرابی کړی وي.»
د سیاسي چارو بل کارپوه احمدخان اندړ وایي، پاکستان که د افغانستان لپاره هره دسیسه جوړوي، دوی به په کې ناکامېږي او زیان به یې نور هم په خپله دوی ته رسېږي: «پاکستان هېڅکله په افغانستان کې سوله او ثبات نه غواړي، اوس هڅه کوي چې د خپلو خلکو او نړۍ پام افغانستان ته را واړوي، غواړي د اسلامي امارت او نړۍ ترمنځ تعامل له خنډ سره مخامخ کړي، خو په همدې وضعیت کې د افغانستان دا دریځ چې د افغانستان خاوره به د هېچا پرضد ونه کارول شي، دا ډېر ښه سیاست دی.»
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په وار وار پاکستاني چارواکو ادعاوې کړې چې پاکستاني طالبان د افغانستان له خاورې پر دوی بریدونه کوي، خو دا ادعاوې سربېره پردې چې افغان حکومت رد کړې او بې بنسټه یې بللې، په خپله پاکستاني طالبانو هم رد کړې او ویلي یې دي چې دوی د پاکستان له خاورې د هغه هېواد د حکومت پرضد عملیات کوي.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/29300