انصار: (د مرغومی ۷مه)، د افغانستان بانک د بازار اړتيا ته په کتو نوي بانک نوټونه وېشي او په مقابل کې يې زاړه (مندرس) بانکنوټونه له بازار څخه راټولوي.
د یاد بانک سرپرست هدایت الله بدري په یوه کنفرانس کې وویل چې له نړیوالو بندیزونو سره سره بیا هم پر دې توانېدلي چې نوي افغانۍ چاپ او بازار ته یې وړاندې کړي.
هغه دغه راز زیاته کړه چې له بندیزونو سره سره یې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ازرښت لوړ ساتلی دی.
«موږ پر دې تونېدلي یو چې د معقولو پولي سیاستونو په پلي کولو سره د افغانۍ له ارزښت څخه ښه ساتنه وکړو. اوس مهال افغانۍ په نړیواله کچه د غوره ثبات لرونکو پولي واحدونو په لیکه کې ده.»
د بانکې څارنې امریت مرستیال احسان الله منصور هم غونډې ته وویل، هېوادوالو لپاره له بانکونو څخه د پیسو رایستلو په مقدار کې زیاتوالی راغلی او هر انفرادي حساب لرونکی کس کولی شی چې له دوه سوه ډالرو پر ځای تر زر ډالره تر لاسه کړي.
منصور وویل، اوس پرېدونکي کولی شي چې په میاشتنۍ توګه ۳ زره امريکايي ډالر او یا ۲۵۰ زره افغانۍ تر لاسه کړي.
« دغه پرمختګونه په شرکتي حسابونو کې هم راغلي، ځکه شرکتونه د هېواد په اقتصاد کې مهم رول لري. د شرکتونو په حسابونو کې ۳ سوه فیصده پرمختګ راغلی چې په لومړیو کې یو شرکت ۵ فیصده چې حد یې ۲۵ زره ډالره و تر لاسه کول، خو اوس کولي چې شي تر سل زرو ډالرو پورې تر لاسه کړي.»
د افغانستان بانک د پولي سیاست امر احمد جواد سداد هم غونډې ته وویل چې افغانۍ د ډالرو په مقابل کې په سلو کې ۱۹.۳ فیصده مثبت ارزول شوې ده.
دی وايي، د نوی حکومت له واکمېدو وروسته د افغانستان بانک تر اوسه ۴.۷ میلیارده زاړه بانک نوټونه راټول او سوزولي دي.
« اوس هم ټول هېوادوال کولي شي چې د زړو بانکنوټو بدلولو په هدف د افغانستان بانک نماینده ګیو او یا د سوداګریزو بانکو په نماینده ګیو ته مراجعه وکړي او په دې برخه د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شوې دي.»
د غونډې په وروستیو کې د افغانستان بانک د غیر بانکي موسسو د څارنې امر احمد ظاهر ناصرزي وویل چې تر اوسه یې په ټول هېواد کې د یاد بانک ټاکلو معیارنو پر اساس ۱۰۷۶ صرافانو ته رسمي جوازونه وېشلي دي.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/29261