انصار (یکشنبه، د سنبلې ۲۶مه) کابل ته له سفر وروسته د بريتانیا د جوماتونو څو امامانو ويلي، "د طالبانو حکومت په لنډمهالي ډول د لوېديځ سېکولر او لېبرل زدکړې ځنډولې دي." همدې څرګندونو ته خواله رسنیو کې توند غبرګونونه ښودل شوي دي.
له بريتانيا تللو دغو عالمانو د جولای په وروستيو او د اګست په لومړيو کې کابل ته د سفر پر مهال د طالبانو له يو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره کتلي وو چې په هغو کې د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي، د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزير، د عدليې وزير او يو شمېر نور لوړپوړي طالب چارواکي شامل وو.
افغانستان کې د ښځو حقونو يو شمېر فعالانو په "چېنج" وېبپاڼه چې تر دې مهاله یې له ۱۲۰۰ زيات لاسليکونه راټول کړي ويلي، دغه بريتانوي عالمان چې ډېری یې هنديان، پاکستانيان او عرب دي، هڅه کوي د طالبانو کړنې سپينې کړي.
دغه فعالان وايي، "ټول طالب چارواکي چې بريتانوي ديني عالمانو ورسره ليدلي، په پراخ تاوتریخوالي کې ښکېل دي او د ملګرو ملتونو د بنديزونو په لست کې دي."
هغه مهال د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند ضيا احمد تکل، پر ټوېټر ليکلي وو، "مولوي امیر خان متقي له بريتانوي عالمانو سره په کتنه کې د هېواد په عمومي حالاتو خبرې وکړې او غوښتنه یې وکړه چې د افغانستان حقیقي انځور تر نړۍ او خپلو ولسونو ورسوي. "
پر ټولنيزو رسنيو ګڼ شمېر خلکو د بريتانوي ديني عالمانو په وروستيو څرګندونو نيوکې کړې.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/27037