د ولسمشر لومړي مرستیال ویلي؛ د افغان جګړې بهرني اړخونه په ځلونو له کورنیو اړخونو ستر دي او هیڅ هېواد نشته، چې تولید شوې وسلې یې په افغانستان کې کارول شوې نه وي.
د ولسمشر لومړي مرستیال د ملي پخلاینې عالي شورا په دوه یمه ناسته کې د خبرو پر مهال ویلي، چې افغانستان تر اوسه له هیڅ هېواد وسلې ندي پېرلي او هیڅ هېواد نشته، چې تولید شوې وسلې یې په افغانستان کې کارول شوي نه وي او دې کار په هېواد کې روانه جګړه پېچلې کړې هم ده.
امرالله صالح وایي: په افغانستان کې، چې هر جنګي تاکتیک کارول کیږي بهرنی دی؛ هره وسله، چې کاریږي بهرنۍ ده او داسې یو هېواد نشته، چې تولید شوې وسله یې په افغانستان کې کارېدلې نه وي. دا هم باید په پام کې ولرو، چې هیڅکله وسله پېرلې نده، بلکې ورکړ شوې ده. يعنې په ټول تاریخ کې مونږ ته وسلې راکړ شوي دي.
افغانستان په ځانګړې توګه کابل هر سهار په چاودنو پیلوي؛ په وروستیو کې د چاودنو تر څنګ هدفي وژنې هم ډېرې شوي، چې تر اوسه د دې بریدونو مسوولیت هم چا پر غاړه ندی اخیستی.
د ولسمشر لومړی مرستیال طالبانو ته خبرداری ورکوي، چې د خبریالانو، مدني فعالانو او د هېواد د مشرانو له وژلو سره له عقدې او د جګړې له پیچلتیا پرته څه نشي تر لاسه کولی.
هغه دا هم ویلي؛ په افغانستان کې، چې هرچا د نورو له ګډون پرته پر واکمنۍ ټینګار کړی؛ تجرید شوي. طالبان باید ځانته وګوري، چې له نورو سره څه توپیر لري او کولی شي او که نه، چې نوی تاریخ رامنځته کړي.
د ملي پخلاینې عالي شورا د مشرتابه کمیټې غړي یونس قانوني ویلي، چې حکومت د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او د امنیتي ستونزو په کابو کولو کې پاتې راغلی دی.
د ملي پخلاینې عالي شورا د مشرتابه کمیټې غړی یونس قانوني وایي؛ د افغانستان خلک او مخکښان یې هره ورځ وژل کیږي او حکومت ورسره په مبارزه کې د ډاډ وړ بریالیتوب ندی تر لاسه کړی. حکومتي مسوولین باید د دې هېواد ژغورلو ته پام راواړوي.
د ځینو سیاستوالو په باور د ناامنیو ډېروالی د سولې بهیر ته زیان رسوي.
د ملي پخلاینې عالي شورا د مشرتابه کمیټې غړی محمد محقق وایي: همدا نن دوه چاودنې وشوې؛ یوې د لومړي مرستیال ساتونکی وواهه او بل زمونږ مخې او یاد کوم بل مسلمان مخې ته و. دا د سولې نیتونه نه ښیي، چې اوربند وکړي.
د ملي پخلاینې عالي شورا مرستیال بابرفرهمند د مارشال دوستم له څرګندونو ویلي؛ د هېواد د کورنیو شخړو عوامل دې وپېژندل شي.
پر امنیتي وضعیت سیاستوال په داسې حال کې اندېښنه ښیي، چې په کابل کې د ده سبز د چاودنې په ګډون د شنبې پر ورځ ۵ چاودنې وشوې، چې دوه پولیس او یو ملکی وګړی یې ووژل او شپږ نور په دې پېښو کې ټپیان شول.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/21498